د یتیمې لور او کونډې مورخواله
ليکنه: م منیب
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سبا اختر دی کلی کور د اختر په تیاریو بوخت دی، د لمر وړانګې د چینارونو پر شنو پاڼو خپل نور شیندي او پړکنده ځلا یې سترګې برېخوي. د ځوانیمرګ مجاهد مېرمنه له خپلې یتیمې لور سره د کور په دالان کې ناست دي، د ګهیځ چای څکي.
په خوا کې د سردار کور د کونډې څېړۍ کور ته دومره لنډ دی چې هلته هر کېدونکی ټوخی دلته اورېدل کېږي. د سردار لور ژاړي، پلار یې ورته کالي راوړي خو سرخي یې ورته نه ده راوړې. بله یې د بنګړیو او بله د نکریزو غوښتنه کوي....
زوی یې مور ته وایي چې لاسي ساعت او بوټان یې نشته او په همدې خبرو مور ته په ژړا دي، د سردار مېرمنه خپل خاوند ته په عذر وايي؛ دا یو اختر دی، د ماشومانو خواست پوره کړه، سردار یې خبرې ته د هو سر خوځوي او ماشومان له خوشاليه په ترپکو او خېزکو شي.
دا هرڅه هم څېړۍ او هم یې یتیمه لور اوري. د دې میرات کور پر انګړ مرګونې چوپتیا خپره ده. یتیمه ماشومه د مور سترګو ته ګوري او کونډه مور د یتیمې لور د وچو شونډو پاړونو ته.
یتیمه ماشومه چې د سردار د مېرمنې او ماشومانو خبرې اوري ؛ مور ته په وار وار نږدې کېږي مور یې په ګوګل پورې نیسي، ماشومه په خوله کې ګوتې وهي مور ته په وړه خوله پټه پټه اخته وي: ابو! وه ابو! دیما خو نه چپلکې شته او نه ټیکری لرم... وه ابو! دیما پلار چېرته ده؟؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!!!!!
نکروزې، سرخي، بنګړي راته واخله، زرورک، رانجه راوړه !دیما هم دکورله ماشومانوسره سیالي کېږي ، دوی هرشی غواړي هغه وینې کاکا یې ورته راوړي، ابو زه یې له چا وغواړم؟
کونډه څېړۍ ژاړي... اوښکې یې روانې دي سلګۍ یې پسې ونیسي او دومره پسې دا سلګۍ ترخې شي، چې د اسمان ستونی ورسره تریخ شي، فضا زهر جنه شي او اختر له خپلو شته خوښیو سره په سرو سترګو ورته کېني....
څېړۍ په ژړا کې له خپلې ماشومې لورکۍ کله مخ یوې خوا ته او کله بلې خوا ته واړوي چې لور یې په ژړا پوهه نه شي. کونډه خپلې سلګۍ په ستوني کې خوري، اوښکې د ټیکري په پيڅکه وچوي او خپلې ماشومې بې پلاره لور ته ډاډګیرنه ورکوي.
ورته وايي: ګلغوټی! مه ژاړه، ټول شیان به درته واخلم، پلاربه دې هم راشي، میوه به راوړي ، جوړکمیس یی درته اخیستی، شیشهیی چپلکې درته راوړي . هغه د زرغونې کاکا چې راځي پلاربه دې یوځای ورسره راشي. ستا ابا به راشي... ستا ابا راځي...
ګلغوټي ماسره غیران(قېران) والله که وي، ته مه ژاړه! زه نن چرګه خرڅوم کاکا ته روپی ورکوم هغه ټیکری، زرورک، سرخي ، رانجه اونکروزې درته راوړي.
ګلغوټۍ تاته ماما ځوی هم کمیس رالېږلۍ. ګلغوټۍ! لکه ناوې داسې به دې جوړوم.
د مور په خبر و د ګلغوټۍ هم باور پیدا شي، له مورمنډې کړې ماشومانوسره ځان سیاله وبولي هغو ته د خپلې مور ژمنې ووايي، خواره مورکۍ په رښتیا بوخته وي، دکور له وریندارو، تیندارو او لیورو څخه لږې لږې روپۍ راټولې کړي، یتیمه ګلغوټۍ ښه جوړه کړي ویې پالي، د اختر د خوشالي ګډونواله شي، خپلې بچی ته روحیه اوخوشاله ژوندون ورکړي ، رواني حالت یې هم اغېزمن نکړي ښه ډاډ ورکړي، دکونډې مورکۍ ځان هېر وي...
داخترورځ ده، د کلي ښځې له خندا ډکې خولې دخپلوانو یوه کور او بل کور ته ځي ځانونه یی د زینت په جامو پوښلي، کونډه مورکۍ په ټولو کې له ورایه ښکاري ده، د تن جامې یې د حال په ژبه د دې خفګان او یوازیتوب په نښه کوي،
دښځومینځ کې ځانته ډاډورکوي: چې خدیجه رضی الله عنها کونډه وه، حضرت عایشه رضی الله عنها کونډه وه،
الله به خیرکي!
ځوی مې لوی ده خدای به پرماهم ښه حال راولي .
زموږ پیغمبر علیه السلام هم یتیم وو،
الله پاک څومره له برکته ډک کړ !
دا شیبې به تېرې شي
دکلي ښځې په خولو ورسره خبره بدرګه کوي، خو په حال یې خولې سوځي، ډاډ نشي ورکولای
ددې لیکنې زور به هلته درمعلوم شي چې ځان دکونډې اویتیم په تله وتلې
سپارښتنه:
د دې مور په څېر حوصله، زغم اومدیریت پکارده، ژوند ازموینه ده، د کونډواو یتیمانو لاسنیوی وکړئ!
الله پاکه! که د ګران هیوادافغانستان / دفلسطین / چیرته چې یتیم اوکونډه وي ته یی دخیر،رزق ،عفت، عزت اوپردې اسباب برابرکه!
اخترکې کونډې مه هیروئ!
۱۴۰۴/۳/۶
کابل سرحداتو وزارت