slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

وړمه شنبه ماپښین شاوخوا یوه بجه، دوه ځوانان چې ۱۷ او ۱۸ کلن وو، د "علي" او "محمد" په نوم، د دایکنډي ولایت مرکز لزیر سیمه کې د سوختوک برېښنابند ته نېږدې د لمبلو پر مهال سیند کې ډوب شوي چې په دې پېښه کې یو تن ژوند له لاسه ورکړی او بل  د سیمه‌ییزو اوسېدونکو له لوري ژغورل شوی دی.

خبر پاڼه وايي چې د مړه شوي هلک جسد د دایکنډي ولایت د اوروژنې مسولینو د ملا محمد نسیم مبارک په مشرۍ تر پینځه ساعته پلټنو وروسته له اوبو را ویستی. د پېښې د قرباني په موندنه کې د دایکندي ولایت د امنیت آمر ملا مصطفی حقاني، د استخباراتو آمر حاجي رشید او د جنايي جرمونو پر وړاندې د مدیریت پرسونل هم مرسته کړې.

په یاده پېښه کې مړ شوی ځوان"محمد" نومېده، چې د خدیرو ولسوالۍ د کورګه کلي اصلي اوسېدونکی و، او دا مهال یې د مرکز ولسوالۍ په "کاریز نوجوی" کلي کې ژوند کاوه.

د دایکنډي امنیې قوماندانۍ مشرتابه له خلکو غوښتي چې د ګرمي په موسم کې له هر ډول بې‌احتیاطۍ ډکو سفرونو او لامبو وهلو څخه په خطرناکو اوبو کې جدي ډډه وکړي.