slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نیمروز ولایت کې یو ملي سوداګر هره ورځ په زرګونه راستنېدونکو افغان کډوالو ته درې وخته خواړه، څښاک اوبه او جوس وېشي، څو له هېواد څخه د بیرته راستانېدونکو لپاره د یو څه اسانتیا زمینه برابره کړي.

د نیمروز ولایت چارواکي وايي چې دا اقدام د انسان‌پالنې، همدردۍ او ملي یووالي څرګندوی دی. د ولایت مقام د یاد سوداګر هڅې ستایلي او دا کار یې د ملي وجیبې ادا کول ګڼلي دي. چارواکي همداراز له ټولو شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو او مرستندویو ادارو غوښتي چې په دې بهیر کې برخه واخلي او خپل ایماني، وجداني او انساني مسؤولیت ادا کړي.

ویل کېږي چې هره ورځ له ایران څخه زرګونه افغان کډوال د وریښمو پُل له لارې خپل هېواد ته راستانېږي. د راستنیدونکو شمېر د وروستیو میاشتو په پرتله زیات شوی، چې له امله یې د بشري مرستو اړتیا هم لوړه شوې ده.

تر څنګ یې، د نیمروز د ولایتي ادارې اړوند د خدماتي کمیټو له‌خوا هم پر راستانېدونکو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل کېږي، ترڅو هغوی وکولای شي د خپل هېواد په خاوره کې له سمدستي اړتیاوو سره مخ نه شي.

چارواکي وايي، چې دا ډول مرستې نه یوازې د کډوالو د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته کوي، بلکې د ملي یووالي، خواخوږۍ او ولسي همکارۍ یو ژوندی مثال هم ګڼل کېږي.