د هلمند په نوزاد کي ولسوالۍ کې دوه تنه د غلا په تورنیول شوي.
د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ تيزني سيمه کي د امنیتي ځواکونو له لوري هغه دوه تنه تورن غله چي له څه مودې راهيسي د امنیتي ځواکونو تر تعقيب لاندي وه د درېیو اسلحو سره يو ځای نیول شوي.
یادو کسانو د تيري جمعې په شپه په تيزني سيمه کي د يوه هیوادوال کور ته اوښتي وو. وړاندي تر دې چي امنیتي ځواکونه سيمي ته ځانونه ورسوي یاد کسان تښتېدلي وو چي بالاخره د امنیتي ځواکونو د پلټنو په پایله کي د څو ورځو په تيريدو ياد کسان د دوو تفنګچو، يو کلاشينکوف او یوه فلډر موټر سره يو ځای نيول شوي.
نېول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی چي اوس مهال د امنیتي ځواکونو تر څېړنو لاندي دي او ډیر ژر به اړونده عدلي او قضایي بنسټنو ته ور وپېژندل شي.