slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د پارندې برېښنا بند د پرانیستې په موخه پنجشېر ولایت ته تللی.

د ریاست‌الوزا اقتصادي مرستیال د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په یاد ولایت کې د رامنځته شویو بدلونونو او پرمختګونو ستاینه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د پنجشېر په مرکز بازارک کې د پارندې بند چې د ۴ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، نن د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د افغانستان برېښنا شرکت د مسولینو له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

بل لوري، د پنجشېر ولایت سیمه‌ییز مسولین یاد برېښنا بند د دغه ولایت د خلکو او صنعت لپاره د دوامدارې برېښنا برابرولو، کرنې او سوداګرۍ ودې برخه کې مهم ګام بولي.