کور او ښار جوړولو وزارت؛ فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې چارې ارزول شوې دي.
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې د کار بهیر وڅېړه.
د یاد ریاست رئیس مولوي نصرالله استقلال وویل، د څارنې پر مهال د ساختماني موادو کیفیت او د کار څرنګوالی وکتل شو. د هغه په وینا، د یو شمېر شیلټرونو مواد د ټاکل شویو معیارونو سره برابر نه وو، له همدې امله ونړول شول او د اړینو لارښوونو پر اساس یې د بیا جوړولو چارې پیل شوې.
مولوي استقلال زیاته کړه، د پروژې پر عمومي پرمختګ هم کتنه وشوه او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې ټول کارونه د تصویب شوې نقشې او د تخنیکي ټیم د دوامدار څارنې له مخې ترسره کړي.
د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټی د بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو لپاره د سرپناه برابرولو یوه مهمه پروژه بلل کېږي، چې د بشپړېدو په صورت کې به د خلکو د استوګنې ستونزې کمې او د سیمې د ټولنیز ژوند په ښه والي کې اغېزمن رول ولوبوي.