ننګرهار کې دوه تنه غله د غلا پر مهال ونیول شول
ننګرهارکې د جلالاباد ښار د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو دوه تنه هغه کسان نیولي، چې د خلکو څخه یې د پیسو، موبایلونو او قیمتي توکو د غلا هڅه کوله.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، له نیول شویو کسانو سره دوه موټرسایکلونه هم ترلاسه شوي، چې د غلاوو پر مهال به ترې کار اخیستل کېده.
نیول شوي کسان دا مهال تر پوښتنو ګروېکنو لاندې دي او تر بشپړې څېړنې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.