slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې له خوا د نوولس کلنې ملي لوبډلې لپاره ۲۹ کسیز نوملړ ټاکل شوی دی. ټاکل شوې ده چې دغه لوبډله د ۲۰۲۴م کال د اګست له وروستیو څخه د ۲۰۲۵م کال تر اپرېل پورې په روزنیزو کمپونو، دوه اړخیزو او درې اړخیزو سیالیو، او د ۱۹ کلنو د اسیا جام په ګډون ګڼو نړیوالو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

  • لومړنی فزیکي تمریناتي کمپ به د اګست په وروستیو کې پیل او د سپټمبر تر ۱۷مې نېټې پورې به په کابل کرېکټ لوبغالي کې دوام وکړي.

  • ورپسې به لوبډله یو بل روزنیز کمپ ولري چې د سپټمبر په ۲۸مه پیلیږي او د اکټوبر تر ۲۱مې به دوام وکړي.

  • وروسته له دې، لوبډله متحده عربي اماراتو ته ځي څو د پاکستان او اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې برخه واخلي.

افغان لوبډله به د نومبر په وروستیو کې د ۱۹ کلنو د اسیا جام سیالیو ته ننوځي. په ۲۰۲۵م کال کې بیا د مارچ په میاشت کې د نیپال پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي او له هغې وروسته به د ۲۰۲۶ نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته لار پیدا کړي.


  • پیلیز توپوهونکي: عزیر خان، فیصل خان، عثمان سادات، عمران مسرور، عزت نور شیرزاد

  • مېډل ارډر توپوهونکي: برکت الله ابراهیمزی، عزت بارکزی، فیصل مبارز، عزیز میاخیل، شېرخان

  • ویکټ ساتونکي: محبوب تسکین، خالد احمدزی، حمزه علي خیل

  • الرونډران: عبدالعزیز، نظیف امیري، سهیل خان، نصرت الله نورستانی

  • ورو توپ اچوونکي: حفیظ ځدراڼ، روح الله عرب، عاقل خان، کمال خان، واحدالله ځدراڼ

  • چټک توپ اچوونکي: فهیم ښېوه وال، محمد هادي، سلام خان، بلال احمدزی، خاطر ستانکزی، روح الله احمدي، شمس فخري

کرېکټ بورډ وایي چې د دغو لوبغاړو لپاره به هر اړخیز تمریناتي پروګرامونه برابر کړي، څو د راتلونکو سیالیو لپاره په غوره ډول چمتو شي او افغانستان ته لا زیات ویاړونه راوړي.