slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د کشفي  معلوماتو پر بنسټ درې تنه  چې د یو تن د قتل په قضیه کې تورن وو، نیولي دي.

 د نرنګ ولسوالۍامنیه قوماندان ضیاءالله ریحان  وویل چې نیول شوي کسان د قانون منګولو ته سپارل شوي او له هغوی سره به قانوني چلند وشي.  

د کونړ امنیه قوماندانۍ الحاج مولوي ضیاءالحق حامد دنرنګ ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو یادې لاسته راوړنې ستاینه وکړه او ویې ویل، دا د ولس همکارۍ، سرتېرو بیدارۍ او د قانون حاکمیت یو ښکاره ثبوت دی.  

د نرنګ امنیتي ځواکونه ټینګار کوي چې د قانون ماتونکو پر وړاندې به بې‌پروا چلند ونه کړي او د هر ډول جرم مخنیوی به د ولس په ملاتړ او قانوني لارو ترسره کوي.
 
د کونړ امنیه قومندانۍ وايي چې دا عملیات د خلکو باور زیاتوي او ولس ته دا پیغام ورکوي چې امنیتي ځواکونه د جرم پر وړاندې بې‌پرې، ژمن او فعال دي.