د افغانستان ـ پاکستان سوداګریز کړکېچ؛ اسلاماباد له ژور اقتصادي فشار سره مخ شوی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پرې کېدو دوام د پاکستان اقتصادي جوړښت له جدي ستونزو سره مخ کړی او د دغه هېواد د بازارونو، تولیدي فابریکو او صادراتي لارو پر فعالیت یې منفي اغېز کړی دی.
د «انډیا ټوډې» د تازه راپور له مخې، د دواړو هېوادونو د پولو تړل کېدل په پاکستان کې د توکو کمښت، د بیو د بېساري لوړېدو او تولیدي سکټورونو کې د ګډوډۍ سبب شوي دي. سرچینې زیاتوي چې د سمنټو، کرنیزو محصولاتو او درملو صنعت د وضعیت د خرابوالي تر ټولو زیات ټکان لیدلی دی.
راپور همداراز څرګندوي، چې د سوداګریزو اړیکو د ځنډېدو په بدل کې افغانستان خپلې اړتیاوې د ایران، هند او منځنۍ اسیا له بدیلو لارو پوره کوي، چې دا بدلون د پاکستان د ترانزیټي عایداتو په کمېدو هم اغېز کړی دی.
اقتصادي شنونکي باور لري، چې که اوسنی وضعیت دوام ومومي، اسلاماباد به د پانګونې له تېښتې، د تولید د رکود او د صادراتو له سقوط سره مخ شي، چې د پاکستان اقتصاد ته به نور هم ستر زیانونه ورسوي.


