بغلان کې یوتن د کورني تاوتریخوالي له امله د خپلې میرمنې په ګډون د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
دغه وژنه وړمه شپه شاوخوا ۷ بجې د خینجان ولسوالۍ اړوند د تل چهار باغ په کلي کې رامنځته شوې، چې پکې قربانيان د تورن کس د کورنۍ درې غړي دي. په وژل شوو کې د قاتل مېرمن، ورور او وراره شامل دي.
د عبدالله په نوم تورن کس د جرم له ترسره کولو وروسته له سيمې څخه تښتېدلی، خو د یادې ولسوالۍ پوليسو د دې ولسوالۍ په ټولو برخو کې هڅې روانې کړې دي، تر څو تورن کس ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري. دا چې د پېښې اصلي انګېزه څه ده دقیقه له رسنیو سره نه ده شریکه شوې، خو د مقتولینو خپلوانو یې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودلی دی.