غزني- په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنو ته مرګژوبله اوښتې
نن سهار د غزني ولایت د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د خواجهعلي په سیمه کې د دوو موټرسایکلونو ترمنځ د ټکر له امله یو تن مړ او بل سخت ټپي شوی دی. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د یادې حوزې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، د مړي جسد او ټپي کس یې د غزني حوزوي روغتون ته لېږدولي دي. همداراز، دواړه موټرسایکلونه د ترافیکو مدیریت ته وسپارل شول.