مولوي متقي؛ افغانستان له جاپان سره پر پیاوړو دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کړی.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د جاپان له نوي سفير ښاغلي ماساموتو کينيچي سره تعارفي ليدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزير د جاپان سفير ته په نوي ماموريت کې د بريالیتوب هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه، جاپان د نړۍ له پرمختللیو هېوادونو څخه دی، افغانستان له جاپان سره تاریخي اړيکې لري او اسلامي امارت له یاد هېواد سره د مثبتو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
همدارنګه د جاپان سفير ښاغلي ماساموتو کينيچي په افغانستان کې د سرتاسري امنيت، د مخدره توکو په وړاندې مبارزې او په ګڼو برخو کې د پرمختګونو ستاينه وکړه او ویې ویل، د خپل ماموريت په وخت کې به هڅه وکړم چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پياوړې شي او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ زیاتې شي.


