slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د «مرسي کرېپس» نړیوالې بشرپالې موسسې له سیمه‌ییز مسوول سانا جانس او په افغانستان کې د دې ادارې له رییسې ماریانا وان‌سهن سره د همکاریو د پیاوړتیا په موخه وکتل.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې له سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا تر څنګ د اقلیم بدلون او چاپېریالي ننګونو د کمولو لپاره د نړیوالو بنسټونو د ونډې په اړه بحث وشو.

سرچینه زیاتوي چې د «مرسي کرېپس» استازو په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې دغه اداره به د راستنېدونکو لپاره د مرستو په برابرولو، د اوبو رسولو، کرنیزو پروژو، د انرژۍ او چاپېریال ساتنې په برخو کې خپلې هڅې زیاتې کړي. د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ هم د دې همکارۍ مهمه برخه بلل شوې ده.