slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت د لویې لارې کنډک پولیسو یو تن نیولی، چې غوښتل‌یې د "تابلیت K" په نوم ۷۶ دانې نشه‌يي توکي له یاده ساحې ښار ته ولېږدوي.

د چارواکو په وینا، یاد کس نشه‌يي توکي په غیرقانوني ډول انتقالول، خو د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې د بوغاوي په سیمه کې ونیول شو.

امنیتي سرچینې زیاتوي، له نیول شوي کس څخه ترلاسه شوي توکي د ثبوت په توګه ثبت شوي او د هغه دوسیه د لا زیاتو څېړنو لپاره د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت ته سپارل شوې ده.

د بغلان امنیه قوماندانۍ ټینګار کوي چې د نشه‌يي موادو د قاچاق او لېږد پر ضد مبارزه یې دوام لري، او د قانون د تطبیق په برخه کې به هېچا ته د سرغړونې اجازه ور نه کړل شي.