slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

ننګرهار ولايت امنیې قومندانۍ اړوند د ترافيکو مدیرت له خوا پولیس راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د افغانستان خلاف لاس موټر چلونکو ته جدي خبرداری ورکړی، چې خپلې موټرې دې د سټېکر او بایومتریک په موخه ياد مدیرت ته بوځي.

 خبرپاڼه کې راغلي چې ياده پروسه لنډ مهاله ده او زیاتوي، د افغانستان خلاف لاس موټر لرونکي باید له دغه فرصته  ګټه پورته کړي او خپلې موټرې دې  سټېکر کړي.

سرچینه کاږي، دغه پروسه معلوم وخت لري او له ټاکلي وخت وروسته به د افغانستان خلاف لاس ټول هغه موټر ونیول شي، چې قانوني اسناد ونلري.

#پولیس_راډیو