د مالیې وزارت وايي چې د دې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت د ۲۶ شکایتونو پلټنه کړې
کابل کې د مالیې وزارت اړوند د شکایتونو اورېدو آمریت وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوږدو کې یې ټول ۲۶ شکایتونه ترلاسه کړي، چې له ډلې یې ۲۱ ته رسېدنه شوې، ۳ شکایتونه تر څېړنې لاندې دي او ۲ نور د اسنادو د نشتون له امله بېاساسه ګڼل شوي دي.
د یاد آمریت معلومات ښيي، چې دا شکایتونه د فساد، کمکارۍ، کار ځنډونې، او د یو شمېر مسئولینو د ناسم چلند په اړه و، چې د مالیې وزارت د املاکو، تدارکاتو، مالي چارو او منفکۍ څانګو پورې تړاو لري.
په ترلاسه شویو شکایتونو کې ۱۱ د وټساپ له لارې، ۴ د ټیلیفون له لارې او ۱۰ په حضوري ډول ثبت شوي دي.
د مالیې وزارت مسوولین وایي، د شکایتونو اورېدو آمریت مکلف دی چې ټول شکایتونه په شفاف ډول وڅېړي او په ټاکلي موده کې پرې اقدام وکړي.
وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د عوایدو، ګومارنو او نورو برخو اړوند خپلې نیوکې او وړاندیزونه د برېښنالیک، وټساپ، ټیلیفون، شکایتونو صندوق یا حضوري توګه له یاد آمریت سره شریک کړي.