slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قومندانۍ اړوند د اوومې حوزې  امنیتي ځواکونو د یو روغتیايي مرکز له نرسې سره د رامنځته شوې وژنې په تړاو دوه تنه مظنون کسان نیولي دي.

وژل شوې مېرمن چې په یوه روغتیايي مرکز کې یې د نر‌سې دنده لرله، د کورني اختلاف له امله د خپل خاوند له خوا د قتل هدف ګرځېدلې وه.

یادې مېرمنې له خپل خاوند نه د طلاق غوښتنه لرله، خو هغه نه منله چې خاوند یې، شاوخوا یو لک افغانۍ او ۳۰۰۰ دالر یو کس ته ورکړې تر څو نوموړې ووژني.

د پېښې سره سم، امنیتي ځواکونه سمدستي ساحې ته رسېدلي، د پېښې د څرنګوالي په اړه‌یې پلټنې پيل کړي، او دوه  کسان‌یې نیولي چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.

دا پېښه د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري په جدي توګه تر څار لاندې ده،او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.