slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

دغلام خان بند ته پر مهمه ترانزیټې لار د تخریب شوې پل د جوړیدو چارې پیل شوې دي.

د خوست ولايت ټولګټو چارو ریاست لخوا غلام خان بندر ته پر غزیدلي مهمه ترانزیټي لاره د تخریب شوې پل د بیرته جوړیدو چارې پیل شوې.

 مسؤلینو دا یوه مهمه ترانزیټي لاره وبلله او زیاتوله یې چې په نږدې ورځو کې به يې د رغولو چارې بشپړې شي .

 عام خلک بیا ددغه پل رغول مهم بولي او زیاتوي چې له دې وړاندي خلک د باران او اوبو راوتلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم  د ټولګټو چارو ریاست له لوري بابرک تاڼي ته د  غزیدلي سرک اړوند پولچکونه هم رغولي وو.