slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په خبر کې د خوست ولایت مقام په  حواله راځي چې د دې ولایت  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست اړوند د نباتي قرنطين  کارکوونکو له لوري، د دغه ولايت په غلام خان بندر کې له پاکستانه د ١٠٨ مټريک ټنه خوسا شويو او بې کیفیته کچالو د ورادولو مخه ونيول شوه. ياد کچالو له چيک او تشخيص وروسته بېرته پاکستان ته ور وګرځول شول.

د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ هم د ياد رياست د نباتي قرنطین ټیمونو له‌خوا ٣٦ ټنه خوسا او بې‌کیفیته کچالو بېرته پاکستان ته ور ګرځول شوي وو.