د هېواد په ۱۶ ولايتونو کې لسګونو زرو کورنيو ته د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وېشل شوي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولايتي ریاستونو په همغږۍ يې؛ په لغمان، کندهار، فراه، غزني، هرات، پکتیکا، سرپل، غور، خوست، هلمند، جوزجان، نیمروز، بدخشان، پنجشیر، ارزګان او میدان وردګو ولايت کې (٤٠٣٠٤) اړمنو کورنیو ته نقدې پیسې، د روغتیا ساتنې کیټونه او خوراکي توکي وویشل شول.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ياد وزارت له لوري د هېواد په ټولو ولايتونو کې د سړې هوا په رارسېدو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو اړينې مرستې ترسره شوي دي.