slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د عامې روغتیا وزارت مسئولین وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د قطر له خوا په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شي.د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په یوه ویډیويي کلېپ کې ویلي چې د قطر لخوا په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو په اړه له دغه هېواد سره خبرې وروستۍ شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پيل شي. هغه زیاته کړې چې له قطري مسئولینو سره هوکړه شوې چې په یاد هېواد کې افغان ډاکټرانو ته په تخصصي برخو کې د زده کړو زمینه هم برابره کړي.