فراه کې د ښاروالې رياست ۹۶.۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.
د فراه د ښاروالې رياست د کلتوري او ټولنيزو چارو مدير، ميوند حبيبي، باختر خبري آژانس ته وويل، چې د ښاروالې رياست د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ثابتو او غير ثابتو عوايدو له لارې ۹۶ ميليونه، ۶۴۵ زره او ۹۳۴ افغانۍ عوايد راټول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ ميليونه، ۶۹۱ زره او ۹۰۰ افغانۍ زياتوالی ښيي.