پروان کې د امنیتي ځواکونو له لوري یوه اندازه مهمات او ماینونه کشف او ضبط شول.
د پروان امنیه قومندانۍ اړوند د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د جبلالسراج او سالنګ ولسوالیو په مربوطاتو کې (۲۳) فیره د هاوان او (۵) فیره د هشتادو مرمۍ کشف او نیولي دي.
همدارنګه، د دغه مدیریت منسوبینو د یو دقیق کشفي راپور پر بنسټ د یاد ولایت د مرکز د شپږمې امنیتي حوزې په سیمه کې (۹) حلقې ماینونه کشف او ضبط کړي دي.
نیول شوي مهمات او چاودیدونکي توکي چې له پخوا څخه په سیمه کې پاتې وو، امنیه قومندانۍ ته انتقال شوي او په تړاو یې څیړنې دوام لري.