په هرات او پکتیکا کې درې تنه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د غلاوو په تور نیول شوي دي.
دهرات او پکتیکا ولایتونو منسوبینو په خپلو خبرپاڼو کې پولیس راډیو ته ویلي، چې په دواړو ولایتونو کې یې درې تنه د غلاوو په تور نیولي.
د هرات امنیه قومندانۍ وايي، چې د دې ولایت په نهمه امنیتي حوزه کې یې دوه تنه د غلا په تور د کشفي عملیاتو په پایله کې نیولي دي. خبرپاڼه وړاندې وايي، چې تورنو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی.
ورته مهال د پکتیکا د امنیه قومندانۍ مسولین پولیس راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی په ښرنه کې د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هغه موټر سایکل له یوه تورن کس سره بېرته موندلی، چې درې ورځې وړاندې د ښار جامع جومات له مخې ورک شوی و. د پکتیکا امنیتی مسولین وايي، چې تورن ترڅېړنو ګروېګنو لاندې دی.