slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د افغانستان پاسپورټ ریاست د اسانه او چټکو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په هرات کې د کور تر دروازې د پاسپورټ د لېږد نوې طرحه پیل کړه.

د پاسپورټ ریاست سیمه‌ییز مسوولین وایي، له دې وروسته هغه کسان چې پاسپورټ یې تیار شي، کولای شي د کور تر دروازې د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. د دې خدمت موخه د خلکو وخت سپمول او د ګڼې ګوڼې مخنیوی دی.

د چارواکو په وینا، دغه خدمت د ځانګړو ټیمونو له لوري د ټاکلي فیس په بدل کې وړاندې کېږي، او هڅه کېږي چې د غوښتنې له ثبتېدو وروسته په لنډ وخت کې پاسپورټ د غوښتونکي کور ته ورسول شي.

یو شمېر هراتیان دا ګام د خلکو لپاره مهم او ګټور بولي؛ خو له مسولینو غواړي چې د دې بهیر د روڼتابه او سرعت د تضمین لپاره جدي هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، دا ډول خدمتونه تر دې وړاندې په کابل کې هم پیل شوي وو او اوس یې د هرات خلکو ته هم د کارېدنې زمینه برابره شوې ده.