slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د چارو ادارې لوی رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم پر اساس لاندې ټاکنې ترسره شوې دي.

خبرپاڼې ويلي چې د جنوب لويديځ زون د تميز رياست د تجارت دېوان مخکينی مفتي مولوي محمد اسماعيل؛ د کندهار ولايت د ا.ق د جنايي امر په توګه، د تخار ولايت مخکينی امنيه قومندان مولوي نصرالله حذيفه، د هلمند ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت د امر په توګه ټاکل شوي دي.

همدا راز سرچينې ليکلي چې د هلمند ولايت امنيه قومندانۍ مخکينی د امنيت امر مولوي محمد دين شاه مخبت؛ د خوست ولايت د اقتصاد رياست د رئيس په توګه، د کندهار امنيه قومندانۍ مخکنی جنايي امر شيخ فضل الحق شاکر؛ د کندهار ولايت د بهرنيو چارو رياست د رئيس په توګه ټاکل شوي دي.
د دغو نويو ټاکنو په لړ کې بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رياست مخکینی رئيس مولوي ذبيح الله نوراني؛ د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د رئيس په توګه ټاکل شوی دی.
#پولیس_راډیو