د هلمند امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې وايي چې د مسافرو د پوهاوي لپاره د هلمند – کندهار لويه لاره کې ۲۴ ساعته ترافیکي چیک پواینټ فعال شو.
د هلمند ولایت د ترافیکو مدیریت له لوري پرون جمعه د هلمند – کندهار پر لويه لاره د دوراهي په سیمه کې د عامه پوهاوي او ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یو ۲۴ ساعته ترافیکي چیک پواینټ جوړ شو.
د یادې څارنې پر مهال به د هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار پر لور تلونکو ټولو موټرو اسناد، د موټر چلونکو لایسنسونه، د سرعت کنټرول او اړوند اوراق وڅېړل شي. سربېره پر دې، ترافیک پولیس به موټر چلوونکو ته د ترافیکي اصولو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړي.
مسوولین وايي، د دغه اقدام په عملي کېدو سره به د ترافیکي پېښو کچه راټيټه شي، د ترافیکي اصولو پلي کېدو ته وده ورکړل شي او د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.