slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د پاکستان له لوري په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ترسره شویو هوایي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه لس ملکي کسان شهیدان او شپږ نور ټپیان شوي دي. یاد دفتر له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي او د ملکي خلکو خونديتوب ته لومړیتوب ورکړي.

د  معلوماتو له مخې، بریدونه د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې هغه مهال شوي چې د یوې ملکي کورنۍ کور د شپې په ناوخته هدف ګرځول شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه په کې وژل شوي. کونړ او پکتیکا کې هم ورته بریدونو څلور نور ملکي کسان ټپیان کړي دي.

اسلامي امارت د یادو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دا عمل د افغانستان پر حریم ښکاره تېری دی او له خپل ځمکني او هوايي واکمنۍ دفاع د دوی مشروع حق دی. چارواکو ټینګار کړی چې په مناسب وخت به لازم ځواب ورکړي.

د سیاسي او ټولنیزو څېرو په کچه هم پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف او د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله په ګډون ګڼو شخصیتیونو دا بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHR) دغه بریدونه د نړیوالو حقونو او بشري اصولو څرګنده سرغړونه بللې او د پېښې د بې‌طرفه او شفافې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.