لغمان کې سلګونو اړمنو او کډوالو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
د لغمان ولايت وياند عبدالمالک نيازی وايي، ددې ولايت د کډوالو چارو ریاست په هڅو نن یکشنبه په لغمان کې ۸۰۵ کډوالو او بې وزله کورنیو سره نغدي مرستې، د مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل په شتون کې ترسره شوې.
نيازي زياته کړې چې په يادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۱ زره ۴ سوه او ۴۰ افغانۍ، د AHF موسسې په مالي ملاتړ د اکټیډ تطبیق کوونکې موسسې لخوا د قرغیو او الینګار ولسوالۍ اوسېدونکو ته وويشل وشوې.
بايد وويل شي چې یادې نغدي مرستې ټولې ۲۴ میلیونه افغانۍ کېږي، چې د کورونو د بیا ځلي جوړولو او د کورونو د کرایې لپاره د دوه میاشتو لپاره ورکول کېږي.