خوست کې د جبري نکاح د هڅې په تور یو تن ونیول شو
د خوست امنیه قومندانۍ اړوند د دریمې امنیتي حوزې منسوبینو له لوري یو تن نیول شوی، چې غوښتل یې یوه نجلۍ د هغې له رضایت پرته ځان ته په نکاح کړي.
یاد کس د خوست ښار په اړوندو سیمو کې وروسته له هغه ونیول شو، چې د نجلۍ له خوا د امنیتي چارواکو سره عرض پاڼه شریکه شوه. نوموړي نه یوازې دا چې نجلۍ ته یې د نکاح زور راووست، بلکې د هغې د کور مخې ته یې هوایي ډزې هم کړې وې، څو په زور ځان ته یې په نکاح کړي.
د پېښې د حساسیت له امله د نیول شوي کس نوم او د پېښې دقیق موقعیت نهدی افشا شوی، خو امنیتي چارواکي وايي، موضوع په جدي ډول تر څېړنې لاندې ده.
د خوست امنیه قومنداني وایي، چې د زور، ګواښ او غیرقانوني فشار له لارې د نکاح هڅه نه یوازې د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی، بلکې د اسلامي امارت د مشرتابه له ښکاره فرامینو سرغړونه هم بلل کېږي.
د کورنیو چارو وزارت او د اسلامي امارت مشرتابه ژمن دي چې د ښځو او نجونو شرعي حقونه خوندي وساتي، او هر هغه څوک چې د ښځو پر آزاد انتخاب تېری وکړي، د شرعي قانون له مخې به حساب ورسره وشي.