د مس عینک کان لپاره د۱۰۵۰۰ جریبه ځمکې د انتقال تخنیکي سروې پیل شوه.
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مس عینک کان قراردادي شرکت MCC ته د ۱۰۵۰۰ جریبه ځمکې د انتقال په هدف تخنیکي سروې پیل کړې ده.
د یاد ریاست رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، دا سروې د کانونو او پټرولیم وزارت په رسمي غوښتنه ترسره کېږي، چې موخه یې د ځمکې تخنیکي ارزونه، د بیې ټاکنه او د ملکیتونو قانوني انتقال دی.
نوموړی زیاتوي چې دغه پراخه ځمکه به د شرکت له خوا د اوبو د زېرمه کولو، استوګنې، او د غیر ګټورو موادو د ذخیرې لپاره وکارول شي.
د سروې په لومړي پړاو کې، په حصار تنگي سیمه کې شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکه تثبیت شوې، او د پاتې برخو سروې لا هم دوام لري. ټاکل شوې چې تر بشپړې ارزونې وروسته، یاده ځمکه په رسمي ډول شرکت ته وسپارل شي.