هلمند کې هره میاشت ۳۰ زره کیلو ګرامه د کبانو غوښه تولیدېږي.
هلمند ولایت کې د کبانو فارم لرونکو ټولنې مسولین وایي چې په دې ولایت کې د ماهیانو د پالنې صنعت مخ پر وده دی او دغه ولایت کې هره میاشت ۳۰ زره کیلو ګرامه د کبانو غوښه تولیدیږي.
د دوی په وینا، د وروستیو کلونو پرمهال دې ولایت کې د کبانو له پالنې سره د خلکو لېوالتیا زیاته شوې، چې تېرو دوو اونیو کې یې دوه زره د کبانو فارمونه ثبت کړي.
د دې ټولنې مسولینو زیاته کړه، د هلمند د کبانو محصولات د هلمند سربېره د پلازمینې کابل، کندهار او غزني بازارونو ته هم صادریږي.


