د پوليسو مسلکي روزنه؛سلګونه تنه د خپلو زده کړو تر بشپړېدو وروسته فارغ شوي
د هلمند ولايت د پوليسو وياند ملا عزت اللّٰه حقاني وايي چې ددې قومندانۍ اړوند د پولیسو د ښوونيز او روزنيز مرکز له ۱۱مې دورې څخه ۷۰۲ تنه مجاهدين د خپلو نظامي او عقيدوي زده کړو تر بشپړېدو وروسته فارغ شول.
همدا راز د فارغ شويو پوليسو له ډلې څخه، ۵۳۱ تنه د هلمند او پاتې ۱۷۱ تنه يې د نيمروز ولايت دي چې له دې سره د اسلامي امارت له حاکميت نه را وروسته تر دا مهاله، له دې اکاډمۍ څخه ۶ زره پوليس فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.