تېره یوه اونۍ کې په هرات ولایت کې ۳۴ غله نیول شوي.
د هرات ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو ۳۴ غله د ښار په بېلابېلو سیمو کې د غلاوو پر مهال نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند غلام نبي نبيزاده پولیس راډیو ته ویلي، نیول شوو کسانو د خپلو کړنو اعتراف کړی او د قانوني اجرأتو لپاره عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.
امنیه قومندانۍ د هرات اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د عامه امنیت د ټینګښت په برخه کې هڅې روانې دي او له خلکو یې غوښتي چې د هر ډول شکمنو فعالیتونو په راپورولو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.