الجولاني به واشنګټن ته ځي.
د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک اعلان کړی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع واشنګټن ته سفر کوي.
د رویټرز د راپور له مخې احمد الشرع به د نومبر مایشتې پر لسمه واشنګټن ته سفر وکړي.
له دې وړاندې د سوریې بل ولسمشر په رسمي ډول له واشنګټن څخه لیدنه نه ده کړې او دا لومړی ځل دی، چې د سوریې ولسمشر د امریکا پلازمېنې ته رسمي سفر کوي.
احمد الشرع له دې وړاندې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره په سعودي عربستان کې هم لیدنه کړې وه.
همدارنګه ښاغلي الشرع په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا په موخه نیویارک ته هم سفر کړی و.


