د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د قطر په دوحه کې د اسراییلو د برید په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن، چهارشنبه د سپتمبر ۱۰مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسراییل د پروني هوايي برید په اړه بیړنۍ غونډه وکړي. د فرانس پریس خبري اژانس د ډیپلوماتانو له قوله ویلي چې غونډه به د نیویارک په وخت د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو وشي.
پرون، اسراییلو د دوحې په مرکز کې د حماس پر دفتر برید وکړ، چې په نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راوپارول. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د قطر د رول ستاینه وکړه او د دغه برید د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه یې په کلکو ټکو وغندله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلي برید په اړه غبرګون ښودلی، ویلي یې دي چې د دې برید امکان لري په غزه کې د سولې لپاره فرصت برابر کړي، خو هغه د برید په څرنګوالي ناخوښي څرګنده کړې ده. د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا ویلي چې سپینه ماڼۍ د برید په اړه مخکې له مخکې خبر شوې وه. په ورته وخت کې، حماس تایید کړه چې په برید کې د دې ډلې پنځه غړي وژل شوي، خو د مذاکراتي ټیم د غړو د وژلو هڅه ناکامه شوې ده.