د هېواد کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د جاپان له سفیر ښاغلي تاکویوشي کورمایا سره په کابل کې لیدلي.
په دې لیدنه کې چې د ښاغلي کورمایا تاکویوشي د ماموریت د ختمېدو له امله تر وشوه، خلیفه صاحب د تاکویوشي د ماموریت پر مهال د هغه ډیپلوماټیک خدمت او د دواړو هېوادونو تر منځ د تعامل په لا ښه کولو کې د هڅو ستاینه وکړه.
خلیفه صاحب وویل: «د جاپان او افغانستان اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او همېشه د دواړو هېوادونو تر منځ روغ تعامل حاکم پاتې شوی دی. »
ښاغلي تاکویوشي په امنیت او نورو برخو کې پرمختګونه هیله بښونکي وبلل او د افغانانو لپاره یې د لا ښې راتلونکې هیله وکړه. نوموړي وویل: «جاپان به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بدیل معیشت، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»