slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزې همکارۍ د ابتکار تر نامه لاندې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د استازو د غونډې کوربه و. په دې غونډه کې د پاکستان، ایران، روسیې او چین په ګډون شاوخوا د سیمې د لسو هېوادونو استازو او سفیرانو ګډون کړی و. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل چې له دې ناستې یوازینۍ موخه، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه ‌ییز روایت ایجاد، د سیمه‌ ییزو همکاریو پراختیا، د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌ يي ‌محور تعامل پر لارو چارو بحث، متقابل احترام او همدا راز د سیمه ‌ییز اتصال او ټرانزیټ په فرصتونو خبرې کول او له شته فرصتونو څخه د ګټو اخیستو لارې چارې پیدا کول دي. امیرخان متقي څرګنده کړه، افغانستان نغواړي، چې سیمه دې د ناامنۍ ښکار شي او په خبره یې اسلامي امارت د سیمې ثبات او امنیت ته په ځانګړي ارزښت قایل دی. هغه زیاته کړه: «افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه چې نږدې نیم قرن یې تاوتریخوالی تجربه کړی په هیڅ وجه نه غواړي چې په سیمه کې کوم هېواد نا امنۍ او بې‌ ثباتۍ سره مخ شي. د افغانستان د اسلامي امارت لپاره د سیمې امنیت ځانګړی اهمیت لري. اسلامي امارت حاضر دی چې د ګډو ګټو او متقابل احترام پر بنسټ د سیمې هېوادونو سره تعامل او همکاري ولري ». هغه وویل، چې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره له شل کلنې مبارزې وروسته سولې او ثبات ته رسېدلی نو د همدې لپاره خپل برخلیک پخپلو ګوتو لیکي، په وینا یې ځکه چې افغانستان ته د بهرنیو هېوادونو او سازمانونو واردو شویو طرحو د دغه هېواد د خلکو هیڅ زخم ټکور نکړی شو. ښاغلي متقي په څرګندو ټکو وویل، افغانستان، چې اوږدې تپل شوې جګړې یې تر شا پرېښودي او تازه سولې او ثبات ته رسېدلی دی، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما ماموریت ته اړتیا نه لري؛ بلکې کولی شي د یو خپلواک هېواد په توګه د سیمه ییزو او بین المللي اندېښنو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي. نوموړي دا هم وویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو طرحو له تپل شوې جګړې، بېلوالي او تقابل پرته نور هیڅ نه لرل. د سیمه ییزې همکارۍ د ابتکار په دې غونډه کې امیرخان متقي دا هم وویل، چې دوی د هېوادونو د حکومتونو ساختار او پراختیايي موډلونو ته درناوی لري او له نورو هېوادونو هم هیله لري چې د دوی د حکومت موډل او پراختیايي چارې درنې وګڼي. هغه وویل، که څه هم په دومره لنډ وخت کې د شته پراخو ستونزو لمن ورټولول سخت دي خو اسلامي امارت بیا هم واک ته له راتګ وروسته وکولی شو، چې خپله خاوره له نړیوالو ګواښونو پاکه کړي، د نشه یي توکو کښت او کاروبار بند کړي، د هېواد اقتصادي ماشین متحرک کړي او له سیمې سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې پاخه ګامونه واخلي. متقي د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې به دوی ته هیڅ ډول وېره او ګواښ نه پېښېږي. هغه په دوحه کې د افغانستان په تړاو د جوړېدونکې غونډې په اړه وویل، چې هیله لري په دغې غونډه کې د افغانستان د نني واقعیتونو حقیقي تصویر نړۍ ته وړاندې شي تر څو د نړۍ هېوادونه وکولی شي، چې په واقع بینانه ډول له دوی سره د تعامل پرېکړه وکړي. هغه دغه راز په سیمه کې پر فلسطینیانو د اسرائیلو بریدونه ظلم او نه هېرېدونکی جنایت وباله او دا یې د تأسف وړ خبره وبلله، چې د سیمې د هېوادونو تر سترګو لاندې دغسې ظلمونه روان دي. متقي پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې پر فلسطینیانو د روانو ظلمونو مخه ونیسي او د هغوی حقه حقونه پر ځای کړي. د یادونې وړ ده، چې د امیرخان متقي تر خبرو وروسته د غونډې پاتې خبرې د پردې تر شا وبلل شوې او رسنیز پوښښ ته یې اجازه ورنکړل شوه. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا څانګې مشر سید رسول موسوي ویلي وو، چې کابل به د ایران، پاکستان، چین، روسیې په ګډون د ځینې نورو سیمه ییزو هېوادونو د استازو او سفیرانو د پام وړ ډپلوماټیک تحرک کوربه وي. موسوي دا هم ویلي و، چې د دې ناستې ترسراوی د افغانانو د سولې، ثبات او سوکالۍ او د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د ګاونډیانو ځانګړې پاملرنه په ډاګه کوي. نذیر منیب