د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې ۵۰۰ کورنیو ته د روغتیا ساتنې بستې ویشل شوې دي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې د AHF مالي لګښت او د سرچو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دولت شاه ولسوالۍ اړوند ناله کلي کې ۵۰۰ کورنيو ته روغتیا ساتني کیټونه د دولت شاه ولسوالۍ د ټولنیزو او پرمختیايې چارو د څارني مدیر مولوي احمد رحیم او د سرچو موسسې د استازو په شتون وویشل شول.
یادو روغتیايي کيټونو کې ۱۷ قلمه بیلا بیل توکي لکه سطلونه د لاس وینځلو او کالیو مینځلو صابون، غاښونو کریمونه، خولې پاکولو بورسونه، د اوبو بوشکې او یوشمیر نور مواد شامل وه وویشل شول.