slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت اړوند د ځاځي میدان ولسوالۍ شیخانو کلي کې د ځمکې پرسر نسبتا یوه سخته فزیکي شخړه او وسله‌واله نښته رامنځته شوې ده. په نښته کې د ظاهرشاه په نوم یو کس ووژل شو او دواړو خواوو ته ۲۴ کسان ټپیان شول.

په ټپیانو کې د یو شمېر حالت نازک و، چې مرکز کابل ته انتقال شوي دي. په نښته کې د خیرالله د کورنۍ درې ټیکټرې د غنمو دالی سوځیدلې او یو سراچه ډوله موټر یې هم لږ زیانمن شوی دی.

ځایي امنیتي پولیس د نښتې ځای ته رسیدلې، شخړه یې ختمه کړې او د دواړو لوریو ټپیان یې روغتونونو ته انتقال کړي دی. د یادونې وړ ده، چې د پېښې یاده سیمه د پولیسو په ولکه کې ده او د بیا لپاره د شخړې رامنځته کولو امکان ختم شوی دی.