slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت چپر هار ولسوالۍ د څلوزو په سیمه کې تېره شپه  ترافیکي پېښه رامنځته شوې وه، چې له امله یې دوو تنو زوی او پلار خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه مور پکې ټپي شوې ده.

یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو موټر او موټرسایکل له یو بل سره ټکر شول. د پېښې په پایله کې د کورنۍ مشر او یو تن د هغه  ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی، او مور یې په ټپي حالت کې روغتون ته انتقال شوې ده .

ټپي مورکۍ یې  اوسمهال د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې ده، چې د ډاکټرانو په وینا یې درملنه روانه ده.

ترافیکي مسؤلین پر ټولو موټر چلوونکو ټینګار کوي چې د ترافیکي اصولو او سرعت د کنټرول مراعت ته جدي پاملرنه وکړي.