بلخ کې د قتل په تور درې تنه شکمن کسان ونیول شول
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه ځوان وژل شوی جسد موندل شوی، چې د امنيتي سرچینو په وینا، په بېرحمانه ډول وژل شوی دی.
د پېښې د دقیق لامل او څرنګوالي په اړه تر دې دمه رسمي جزئیات نه دي څرګند شوي، خو د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر ویلي، چې د دې پېښې په تړاو درې تنه شکمن کسان نیول شوي، چې دا مهال تر جدي پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
امنیتي مسؤولین وایي، د پېښې د لا زیاتو جزئیاتو معلومولو او د عامل یا عاملینو د قانون منګولو ته د سپارلو په موخه څېړنې روانې دي.
د بلخ ولایت امنیه قومنداني ډاډ ورکړی چې د قانون حاکمیت ته ژمن دي او د جرمونو په وړاندې به خپل اقدامات لا ګړندي کړي.