ټولګټو وزارت وایي؛ د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د غبرګولي مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۲ زره او ۳۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۲۴۲ زره ۳۵۷ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۶ زره او ۷۶۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۲ زره او ۲۶۱ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۳۱ زره او ۱۸ ټنه، چې ټولټال ۳۱۲ زره او ۳۹۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په غبرګولي مياشت کې څلوز زره ۸۸۹ ټنه صادرات او ترانزیت شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او را لېږد بهیر روان او چټک وساتي.