د کاپيسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو سولو دریو شبکو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو سولو دریو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شبکو د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د دغو ولسواليو ۸۹۴ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.