slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نیمروز کې د احتکار مخنیوي او د کیفیت کنټرول کمیټو د زرنج ښار په لسو تېلو پمپونو بندیز ولګاوه. دغه پرېکړه د نورم او سټنډرډ ادارې سره په ګډه د تېلو د کیفیت او نرخونو د څارنې پر اساس وشوه

کمیټو د تېلو د کیفیت ارزونه وکړه او هغه پمپونه چې د معیارونو سره سم نه وو، وتړل شول. ورته وخت کې دې پمپونو ته سپارښتنه وشوه چې د تېلو کیفیت لوړ کړي او له احتکار څخه ډډه وکړي.

د نیمروز ولایت مقام هم د تېلو له سوداګرو وغوښتل چې هېواد ته لوړ کیفیت لرونکي تیل وارد کړي او د احتکار مخنیوي ته ژمن پاتې شي، څو د خلکو اړتیاوې په شفافه او معیاري توګه پوره شي. شنونکي وايي دغه ګام د تېلو د کیفیت د تضمین او د بازار د ثبات لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.