بادغیس کې د دهشکې زړې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي.
له دې ولایته پولیس راډیو ته په رسېدلو راپورونو کې راغلي چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتو سیمه کې د ناچاوده توکي د چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.
مسوولین وايي، پېښه تېره ورځ مازدیګر هغه مهال رامنځته شوې، چې یادو ماشومانو د څارويو څرولو پر مهال د دهشکې یوه پخوانۍ ناچاوده مرمۍ وموندله او اور ته یې واچوله، چې له چاودنې سره یې درې واړه ماشومان ټپیان شول.
خبرپاڼه وايي چې ټپیان سمدستي د درملنې لپاره د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند روغتون ته لېږدول شوي دي.