slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیا  امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي، چې د پکتیا ولایت احمدخېلو ولسوالۍ اړونده د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو پینځه تنه لاس پر لاس هغه مهال نیولي؛ چې شوکه(غلا) یې کوله. غلو د یادې ولسوالۍ په وام نومې کلي کې د تېلو پمپ مسولین په چاقوګانو سره ګواښل؛ ترڅو پیسې او نور قیمتي شیان ترې واخلي، چې په ورته مهال د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي دي.

د پکتیا امنیه قومندانۍ وايي، چې د نیول شویو کسانو به دوسیې تر لومړنو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.