وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اوکراین ته اجازه نه ورکوي، چې د روسیې په خاوره کې د اهدافو په نښه کولو لپاره د امریکا جوړ شوي اوږد واټن ویشتونکي توغندي (ATACMA) وکاروي.
د راپور له مخې، امریکايي چارواکو په تېرو څو میاشتو کې کېیف ته اجازه نه ده ورکړې، چې د روسیې پر خاوره د برید لپاره له دغو توغندیو ګټه واخلي.
د سرچینو په وینا، اوکراین یو ځل هڅه کړې، چې د ATACMS توغندیو پر مټ د روسیې په خاوره کې موخې په نښه کړي، خو دغه ګام په مستقیم ډول د امریکا له مخالفت سره مخ شوی.
له دې وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې په نومبر میاشت کې اوکراین ته اجازه ورکړې وه، تر څو د توغندیو له دې سیسټم څخه د روسیې په داخل کې د موخو په نښه کولو لپاره ګټه واخلي.