د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت؛ د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ جوړې شوې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي، چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان په اساس تېر کال په ۱۲ ولایتونو کې ټولټال ۳۰ نوې ولسوالۍ رامنځته شوې او په رسمي دولتي نقشه کې ځای پر ځای شوې دي.
عبدالعلي عمري، د وزارت د ځمکو د استملاک او بیا مېشتېدو عمومي رئیس، په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه ولسوالۍ په بدخشان، لغمان، بادغیس، فاریاب، بلخ، کندهار، نورستان او څو نورو ولایتونو کې جوړې شوې دي.
د هغه په وینا، دغه اقدام د اداري چارو د ښه تنظیم، د خدماتو د وړاندې کولو اسانتیا او د ولایتونو ترمنځ متوازن پرمختګ لپاره ترسره شوی دی.
عمري ټینګار وکړ چې د نوو ولسوالیو د جوړېدو سره به د خلکو لپاره دولتي خدماتو ته لاسرسی اسانه شي او د پرمختیايي پروژو پلي کول به چټک شي.
په افغانستان کې د نویو اداري واحدونو جوړول معمولاً د نفوسو د زیاتوالي، د استوګنې سیمو د پراختیا او د خدماتو د ښه والي له موخه تر سره کېږي.
څیړونکي وايي، دا ډول ګامونه د سیمهییزو چارو غیرمتمرکز کولو او څارنې په ښه کولو کې مرسته کوي، خو په ورته وخت کې پراخ مالي او انساني سرچینې ته اړتیا لري.